کندهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې تر ۳۰سلنه بشپړ شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۳:۷
کندهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې تر ۳۰سلنه بشپړ شوې
۲۹ زمری ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۱۰۱۰ پروژو چارې پیل شوې وې، تر ۳۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې دغه پروژې د کندهار ښار ترڅنګ ددې ولایت د ارغنداب، ژېړۍ، دامان، پنجوایي، شاولیکوټ، تخته پل، ارغستان، سپین بولدک او مېوند ولسوالیو کې د زرګونه ټنه مېوو اوسبو د ساتنې په وړتیا سره جوړیږي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي: «کندهار کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ټولیزه توګه ۱۰۱۰ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې ۹۱۱ یې ممیزخونې، ۵۲ د انارو لپاره سارک سړې خونې، د کچالو څلور زېرمتونونه او ۴۳ نور یې د مېوو او سبو د ساتنې په پار زېرمتونونه دي، چې ددغو پروژو د یوشمېر هغو رغنیزې چارې تر ۳۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
ښاغلی سیدي زیاتوي: «کندهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل ددې ترڅنګ چې د کندهاري بزګرانو او بڼوالو کرنیز توکي خوندي ساتي، ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو ستونزې راکموي، د عوایدو کچه یې زیاتوي او ترڅنګ یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.»
په همدې حال کې هغه کندهاري بزګران، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې، ممیزخونې او زېرمتونونه جوړیږي، د کرنې وزارت له خوا ددغو سړوخونو، ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړېدو هرکلۍ کوي او هیله مند دي، چې ددغو پروژو په جوړېدو سره کروندګر د مناسب زېرمتونونو، سړوخونو او ممیزخونو خاوندان شي او د دوی د حاصلاتو د خوڅاکېدو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ یو تن بزګر عبدالکریم وایي: «د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل کولای شي، چې دکندهار ولایت د بڼوالو او بزګرانو مېوې او سابه په خپلو سیمو کې خوندي او د خوڅاکېدو مخه یې ونیسي.»
دغه بزګر وایي، ددې لپاره چې د کندهاري بزګرانو او بڼوالو ډېری عواید د مېوو او سبو د کرکېلي له لارې دي، نو د کرنې له وزارته غواړو چې د اصلاح شوي تخمونو په وېش او د لا ډېرو معیاري سړوخونو په جوړولو کې دې له موږ سره همکاري وکړي تر څو د کندهاري بزګرانو د ژوند او عوایدو کچه لوړ شي.
لوی کندهار د کال زرګونه ټنه وچه او تازه مېوې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم صادروي، چې مېوې یې په ځانګړې توګه انار یې غوره نړیوال شهرت هم لري. د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د سړوخونو او ممیزخونو په جوړېدو سره د کندهار ولایت زرګونه ټنه مېوې په ځانګړې توګه د انارو او انګورو د خوڅا کېدو او په ټېټه بیه یې د پلور مخه نیول کیږي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

اعمار تعمیر اداری صندوق وجهی انکشاف زراعتی در کابل آغاز شد

۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
سنگ تهداب تعمیر اداری صندوق وجهی انکشاف زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، شماری از روئساو  مشاوران سکتور زراعت و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بادغیس

۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در رأس هیأتی متشکل از مسئولان و مشاوران این وزارت به ولایت بادغیس سفر کرد و با مقام‌های محلی آن ولایت دیدار و گفتگو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۳
Background image

پروژه نظارت و خون‌گیری بیماری بروسلوز در پکتیکا آغاز شد

۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان ریاست زراعت پکتیکا می‌گویند که پروژه انکشافی نظارت بیماری بروسلوز و خون‌گیری از حیوانات امروز به‌طور رسمی در تالار ریاست زراعت، آبیاری. . .

بازگشت به خبرها