هلمند کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۳:۶
هلمند کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي
 
۶ زمری ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغه عصري ممیزخونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې، ګرمسیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
په هلمند کې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او مرسي کورپ موسسې په مالي همکارۍ ۲۷ بابه عصري ممیزخونې جوړې شوي دي او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.
هلمند څخه هر کال نورو ولایتونو ته زرګونه ټنه انګور لېږل کیږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي. د چارواکو په خبره د عصري ممیزخونو په جوړولو سره د بڼوالو عواید ۳۳ سلنه زیاتیږي.
هلمندي بڼوال وایي کوم ممیز چې، دوی یې په عصري ممیزخونو کې تولیدوی په بازارونو کې یې بیې تر دودیزو هغو چې، دویي په دودیزه بڼه تولیدوی دوه چنده ده.
عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې، په دودیزه بڼه تولیدیږې څوچنده ښه کیفیت لري.
باید وویل شي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې په هېواد کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو اقتصادي ودې او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار د کرنې وزارت له خوا سلګونه معیاري او اسټنډرډ ممیزخونې جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

وزیر زراعت افغانستان با معین وزارت انرژی روسیه دیدار کرد

 

۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت افغانستان، به همراه هیئتی در حاشیه کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه با معین وزارت انرژی این کشور و شماری از مسئولان آن اداره دیدار و گفت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

وزیر زراعت افغانستان و هیئت همراهش با شماری از سرمایه‌گذاران روسیه دیدار کردند

۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت امارت اسلامی افغانستان به همراه هیئت عالی‌رتبه متشکل از مقام‌های وزارت‌های صنعت، تجارت و اقتصاد و مسئولان اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری، در. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

توزیع تجهیزات زراعتی در ولسوالی شولگره ولایت بلخ

۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ در همکاری موسسه حرکت برای  ۶۵۰ تن از دهاقین ولسوالی شولگره آن ولایت هشت قلم وسایل و تجهیزات زراعتی توزیع کرد.
در این پروژه،. . .

BACK TO NEWS