زابل کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
زابل کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړیږي
 
۱۶ چنګاښ ۱۳۹۹
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړ وي. په همدې موخه د زابل د کرنې ریاست ددې ولایت پر لسو بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په موخه د زعفرانو پیاز او د زعفرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.
د زابل د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د زعفرانو د دودولو په پار لس ننداریزې قطعې جوړیږي. د دوی په خبره ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پربزګرانو د زعفرانو پیاز او نور اړونده توکي وېشل شوي دي. د زابل دکرنې ریاست دغه راز وویل، چې ددغو توکو ترڅنګ یادو بزګرانو ته د قلبې او د ځمکې د هوارولو لګښتونه ورکړل شوي او په یاده برخه کې روزل شوي هم دي.
د زابل دکرنې ریاست وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. دوی وویل، چې د زابل ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

آغاز پروسه توزیع و فروش موازی ۱۵۶ جریب زمین استردادشده در جوزجان

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
پروسه توزیع و فروش موازی ۱۵۶ جریب زمین استردادشده امارتی واقع قریه لب جرخراسان مرکز ولایت جوزجان آغاز گردید.
این برنامه به اساس هدایات مقامات ذیصلاح امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

دیدار شورای علمای فاریاب با مسئولان و کارمندان ریاست زراعت

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب میزبان رئیس و اعضای شورای علمای این ولایت بود؛ نشستی که در آن بر بهبود خدمات زراعتی، رعایت اصول اسلامی در امور اداری و تقویت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳
Background image

کار ساخت ۶۰ باب سبزخانه در ولایت نیمروز آغاز شد

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز از آغاز کار ساخت ۶۰ باب سبزخانه در مرکز ولایت و شماری از ولسوالی‌های این ولایت خبر داد.
این پروژه از سوی مؤسسه وطن و در هماهنگی با آمریت امور. . .

بازگشت به خبرها