هلمند کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش او د څارویو د واکسین کمپاینونه روان دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۲۵
هلمند کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش او د څارویو د واکسین کمپاینونه روان دي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د دغه ولایت په ناوې او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د پراختیا په موخه، مستحقو کروندګرو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش او د څارویو د طبق ساري ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاینونه پیل او دوام لري.
د معلوماتو له مخې، د ناوې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش بهیر د یوه ګډ پلاوي له لوري د ۳۲۰ تنو مستحقو کروندګرو له سروې او پېژندنې وروسته پیل شوی دی. د تخمونو د وېش بهیر د ولسوالی مقام د استازي، د استخباراتو استازي او د کرنې ریاست د استازو په حضور کې ترسره کېږي.
د دغه پروګرام له مخې، هر مستحق کروندګر ته د ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شویو غنمو تخمونو یو پارسل د ۵۰۰ افغانیو سبسایډۍ په مقابل کې وېشل کېږي. د تخمونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده او ټاکل شوې چې ټولو پېژندل شویو مستحقو کروندګرو ته د تخمونو د وېش بهیر بشپړ شي.
همدارنګه، د امارتي ځمکو په تړاو د ځینو دعوو په اړه ترلاسه شوې عریضې د څېړنې او حل په موخه اړوندو ادارو ته استول شوې دي.
بل لور ته، د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د غټو او وړو څارویو د طبق ساري ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین هم روان دی. دغه کمپاین د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي.
د یاد کمپاین په لړ کې تر دې مهاله ۳۵۰ وړو او ۷۵ غټو څارویو ته د طبق ناروغۍ واکسین تطبیق شوی او ټاکل شوې، چې د واکسیناسیون لړۍ د ټاکل شوي پلان له مخې د موسی‌کلا ولسوالی په اړوندو سیمو کې دوام ومومي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو د ترویج او د کروندګرو د ملاتړ ترڅنګ، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د څارویو د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې هم بېلابېل پروګرامونه پلي کوي. د دغو پروګرامونو موخه د کرنیزو حاصلاتو لوړول، د څارویو د روغتیا ساتنه، د مالدارانو اقتصادي زیانونو راکمول او د کرنې او مالدارۍ د دوامدارې ودې لپاره د زمینې برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

نصب و بهره‌برداری از سیستم سولری ۱۱ کیلوواتی در ریاست زراعت بدخشان

۲۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور رفع مشکل کمبود برق و بهبود روند ارائه خدمات اداری، یک سیستم سولری با ظرفیت ۱۱ کیلووات از امکانات شخصی مولوی شفیق‌الله حفیظی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون ۳۰۰ هزار رأس مواشی در برابر بیماری بیماری دهن و پا در لغمان

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان با همکاری مالی اداره خوراک و زراعت ملل متحد «اف‌اې‌او»، کمپاین واکسیناسیون حدود ۳۰۰ هزار رأس مواشی بزرگ و کوچک را در برابر بیماری بیماری دهن و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان  با وزیر انرژی و آب اوزبیکستان 

۲۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان  در ادامه سفر رسمی خود به جمهوری اوزبیکستان، با وزیر انرژی و آب این. . .

BACK TO NEWS