د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د اندیجان ولایت له والي سره وکتل

qiam_amin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۱۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د اندیجان ولایت له والي سره وکتل

۲۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، ازبیکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د اندیجان ولایت له والي سره وکتل او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د اندیجان ولایت د چارواکو له مېلمه‌پالنې او همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغه ولایت له کرنیزو، مالدارۍ، اوبولګولو، تولیدي او صنعتي مرکزونو څخه لیدنې افغانستان ته ارزښتناکې تجربې او معلومات برابر کړي دي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د تخنیکي، سوداګریزو او پانګونېزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د اندیجان والي له افغانستان سره د همکاریو لپاره د چمتووالي ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د اصلاح شویو مالوچو دوه ټنه تخمونه، د کبانو د روزنې او تولید د پراختیا لپاره یو ټن کبان او پر لس جریبه ځمکه د څاڅکي‌څاڅکي اوبولګولو سیستم تجهیزات به برابر کړي.

همدارنګه، د افغانستان د کرنې د تخنیکي کارکوونکو او متخصصینو روزنه، د همکاریو د تعقیب په موخه د ګډو تخنیکي کمېټو جوړول او افغانستان ته د اندیجان ولایت د استازو او د خصوصي سکټور د شرکتونو د سفر لپاره د زمینې برابرول، د دغه والي له نورو ژمنو څخه وو.

په پای کې، دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، اصلاح شویو تخمونو، د کرنې د عصري ټکنالوژیو، د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو او ګډې پانګونې په برخو کې د همغږۍ پر پیاوړتیا او د دوامدارو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۲۶
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۵۰۰ دهقان در دایکندی

۲۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری مؤسسه سو، برای ۵۰۰ دهقان از ۱۱ قریه ولسوالی اشترلی این ولایت، تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع کرد.

در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۲۰
Background image

بازدید رئیس عمومی منابع طبیعی از باغ زراعتی گذرگاه اول

 ۲۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی حسین احمد معدنی رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان همراه با مولوی شیرمحمد حاتمی رئیس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگوی این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۵
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت با والی اندیجان کشور اوزبیکستان

۲۱ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفر کاری‌اش به اوزبیکستان با والی ولایت اندیجان آن کشور. . .

BACK TO NEWS