د زهرو سوداګري؛ هېواد کې د لړمانو روزنې فارمونه جوړ شوي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۹:۲۹
د زهرو سوداګري؛ هېواد کې د لړمانو روزنې فارمونه جوړ شوي

په دې وروستيو کې هېواد کې د لړمانو فارمونو جوړولو،ساتلو او توليد سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده. تر ددې دمه د هېواد په دوو ولايتونو کې د لړمو فارمونه جوړ شوي دي.
د لړمانو د ساتلو او د لړم دزهرو دتولید لومړنۍ فارم د هرات په ولايت کې د ۲۲ بېلابېل ډوله لړمانو په درلودولو سره په کار پيل وکړ. د هرات د لړمانو په فارم کې له دوه زرو زیات لړمان ساتل کېږي، او له دغو لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یوشمېربهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.وروسته بیا د لړمانو د توليد دوه نور فارمونه چې لومړی یې د ۱۶ زره او دویم یې د ۵۰ زره لړمانو د ساتلو وړتیا لري د هلمند په ولایت کې جوړ او په کار پیل وکړ.
دغه فارمونه، چې د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده، د هلمند د کرنې ریاست له خوا ور سره په بېلابېلو برخو کې هر اړخیزې مرستې او همکارۍ کیږي. په هلمند کې د لړمانو دویم جوړ شوی فارم د ۵۰ زره لړمانو د روزنې وړتیا لري او په دې فارم کې اووه ډوله لړمان روزل کیږي. ددې ترڅنګ په دې فارم کې به کربوړې هم وروزل شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په دې ولایت کې د لړمانو د فارمونو د پرمختیا په پار د فارمونو شته ستونزې او غوښتنې راټولې او په فني توګه یې دوی ته لازمې لارښوونې کړي دي.

دا په هلمند کې د لړمانو روزنې دویم ستر فارم دی. تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د لړمانو روزنې یو فارم جوړ شوی، چې ۱۶زره لړمان په کې روزل کیږي.د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د لړمانو نور فارمونه هم جوړ شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايې، چې د لړمانو او د لړمانو د تولید یوشمېر نور فارمونه هم په ځینو ولایتونو کې د جوړېدو په حال کې دي، چې ور سره به په دې برخه کې د پام وړ پر مختګ وشي.

د فارم چارواکي وايي، چې یاد فارمونه یې له هېواد څخه د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړ کړي دي.

دوی وايي تر اوسه یې زرګونه لړمان راټول کړي او حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په نړیوال بازار کې د پلور لپاره ورته زمینه برابره کړي.

د لړمانو خوراکه چنجي دي او هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي، چې د یو کیلو زهرو بیه نږدې لس میلیونه ډالرو ته رسیږي.

له دغو لړمانو څخه به تر لاسه کېدونکي زهر یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

د لړم له زهرو کار اخيستنه:

په نړۍ کې د لړم زهر له ډېرو ارزښتناکو مايعاتو څخه شمېرل کيږي، چې د سرطان، ملاریا او د انتي بیوتيک درملو کې ترينه کار اخيستل کيږې. ويل کيږې چې د لړمانو زهر د يو ډول مادې درلودونکې دي، چې د سرطاني تومورونو په پېژندنه کې ترينه ګټه اخيستل کيږې. دا زهر په امريکا، اروپايي اوعربې هیوادونو کې بازار لري.

د معلوماتو له مخې د لړمانو يو کيلوګرام زهر د نړۍ په بازارونو کې له يو ميلون څخه تر لس مليونه ډالرو پورې، پلورل کيږې. د لړمانو زهر څخه د طبابت په برخه کې د سرطان لوړې بیې لرونکې درملو لپاره کارول کیږي، نو د زهر بیې ته په کتو له همدې کبله یې خلکو پالنې ته مخه کړې ده.

باید وویل شي، چې دکرنې وزارت خپلو ټولو ولايتې ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په دې برخه کې له خلکو سره مرستې وکړي او د لړمانو روزنې لېوالو خلکو ته چې غواړي د لړمانو فارمونه جوړ کړي فنې لارښوونې وکړې، تر څو د دغه ډول فارمونو شمېر زیات شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS