د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د څلورم فارم اړوند د بټي کوټ ولسوالی په لوړتۍ سیمه کې د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوي، چې د اټکل له مخې به یې رغنیزې چارې د ۷۵ کاري ورځو په موده کې بشپړې شي.
د پروژې د سپارلو په مراسمو کې د پروژې د نظارت مسؤلو انجنیرانو، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکو، د قراردادي شرکت مسؤلینو او یو شمېر نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکو وویل، چې یاد سیفون د وروستیو اورښتونو او د زیاتو اوبو د راوتلو له امله زیانمن شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د سیفون له ترمیم او بیارغونې سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي او همدارنګه به د کورونو او کرنیزو ځمکو پر وړاندې د زیاتو اوبو د احتمالي ګواښ کچه راټیټه شي.
بلخوا، د «خالد بهار ساختماني او لوژستیکي شرکت» مسوول انجنیر عرفان الله مشعل وویل، چې د پروژې د تطبیق پر مهال به هره ورځ شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د نوموړي په وینا، د پروژې په کاري اجزاوو کې د سنګارۍ دېوالونو جوړول، کندن‌کاري، د اوسپنیز کانکریټ کارونه، انګاف او نور اړین ساختماني فعالیتونه شامل دي.
هغه څرګنده کړه، چې د پروژې ټولې چارې به د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې په ۷۵ کاري ورځو کې بشپړې شي.
د مسؤلینو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به یاد سیفون له اساسي ترمیم او بیارغونې سره بېرته د خلکو د استفادې او ګټې اخیستنې وړ وګرځول شي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د چپرهار سیفون د بیارغونې چارې هم پیل شوې وې، چې کارونه یې په منظم ډول روان دي.
سیفونونه د اوبولګولو او سیمه‌ییزو ترانسپورتي لارو د اوبو د منظم تېرېدو په برخه کې مهم رول لري. د بارانونو او سېلابونو له امله د دغو تاسیساتو زیانمنېدل د خلکو د تګ راتګ ترڅنګ کرنیزو ځمکو او کورونو ته هم د اوبو د ننوتلو ګواښ رامنځته کوي؛ له همدې امله یې پر وخت ترمیم او بیارغونه د کرنیزو سیمو د خوندیتوب او د اوبو د مدیریت لپاره مهمه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت با اتاق زراعت و مالداری و اتحادیه مرغ‌داری افغانستان برگزار شد

۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با اعضای هیئت‌مدیره اتاق زراعت و مالداری و اتحادیه مرغ‌داری افغانستان در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

در کاپیسا برای ۶۰۰ دهقان برنامه‌های آگاهی‌دهی در مورد تغییرات اقلیمی برگزار شد

۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی در سکتور زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، بر اساس پلان سالانه خود، برنامه‌های آموزشی و آگاهی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

توزیع شش دستگاه جوجه‌کشی برای مرغداران در بادغیس

۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور حمایت از سکتور مرغداری و تقویت فعالیت‌های تولیدی، شش دستگاه جوجه‌کشی را برای مستفیدشوندگان در قریه عمله‌های مرکز. . .

BACK TO NEWS