د ننګرهار کرنې ریاست کې د عوایدو زیاتوالي په موخه غونډه ترسره شوه
۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي، د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د کیفیت لوړولو او د اداري اصلاحاتو د عملي کېدو په موخه غونډه ترسره شوه.
دغه ناسته د عشر راټولولو امر مولوي سلیمان اسامه په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د ادارې اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
په غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو، لس کلنو پلانونو جوړولو، د پراختیايي پروژو ارزونه، د عوایدو منظم او شفاف راټولول، د بیت المال ساتنه، د نوو عایداتي سرچینو موندل، پر وخت د راپورونو ورکولو، د کارکوونکو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول، اداري اصلاحات او د ادارې د شفافیت لوړول خبرې او بحثونه وشول.
د عشر راټولولو امر مولوي سلیمان اسامه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د ادارې د چارو د لا ښه والي لپاره باید د حاضري سیستم، د فساد د مخنیوي، د اداري لګښتونو د کمولو، د امارتي ودانیو او امکاناتو څخه د شخصي ګټې د مخنیوي، د ادارې د پاکوالي، د اداري اسنادو او معلوماتو د محرمیت ساتنې او د شته ستونزو د تشخیص او حل برخو ته جدي پاملرنه وشي.
نوموړي همدارنګه اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پلي کېدونکو پروژو چارې په چټکۍ او د ټاکل شویو معیارونو له مخې پرمخ یوسي، څو بزګرانو او مالدارانو ته پر وخت لازم خدمتونه وړاندې شي.
په غونډه کې پر دې هم ټینګار وشو، چې د بزګرانو د ملاتړ په موخه به د علمي معلوماتو، تخنیکي مشورو او روزنیزو پروګرامونو د پراختیا لپاره هڅې لا زیاتې شي، ترڅو بزګران د عصري کرنیزو طریقو له زدهکړې څخه برخمن او د حاصلاتو کچه یې لوړه شي.
د غونډې ګډونوالو خپلې کاري ستونزې، وړاندیزونه او نظریات هم شریک کړل، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او د وړاندیزونو د عملي کېدو په برخه کې د لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشرتابه هڅه کوي، چې د اداري نظم، شفافیت، حساب ورکونې او همغږۍ د پیاوړتیا له لارې د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو کچه لوړه او بزګرانو او مالدارانو ته لا اغېزمن خدمات وړاندې کړي.
