ننګرهار کې له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۷:۳
ننګرهار کې له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌آرسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس هېواد په ۲ میلیونه، ۴۷۰ زره او ۸۰۰ افغانیو مالي لګښت، د دغه ولایت له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، چې یاد اصلاح شوي تخمونه د اچین، سپین غر او هسکې مېنې ولسوالیو له بزګرانو سره وېشل شوي او هر بزګر ته ۳۵۰ کیلوګرامه د کچالو اصلاح شوی تخم ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې له یادو بزګرانو سره به په نږدې راتلونکي کې ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره هم مرسته وشي، څو د کچالو د حاصلاتو په لوړولو کې اغېزمن تمام شي.
د دې مرستو ترڅنګ، بزګرانو ته د کچالو د کرلو، مناسبې اوبولګونې، نرمکارۍ، د هرزه بوټو او ناروغیو د مخنیوي، د حاصل راټولولو او نورو اړوندو کرنیزو برخو په اړه لازمې روزنې هم ورکول کېږي.
د چارواکو په وینا، د دغو مرستو او روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو د کرنیزو تولیداتو زیاتول، د اصلاح شوو تخمونو دودول، د کچالو د حاصلاتو لوړول او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح)

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح) اشتراک کرد.
این نمایشگاه با حضور ملا. . .

BACK TO NEWS