ننګرهار کې څه باندې ۲۱ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۵
ننګرهار کې څه باندې ۲۱ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «افاې‌او» په مالي ملاتړ او د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ننګرهار په ولایت کې د جلال‌اباد ښار په ګډون په ۱۷ ولسوالیو کې ۲۱ زره او ۳۷۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
یاده مرسته په چپرهار، شینوارو، کامې، کوټ، مهمندرې، لعلپورې، دوربابا، بټي‌کوټ، حصارک، شیرزاد، خوګیاڼو، پچیراګام، کوز کونړ، ګوشتې، سره‌ رود او بهسود ولسوالیو کې ترسره کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، په ولسوالیو کې د مستحقو بزګرانو د انتخاب بهیر روان دی او ټاکل شویو بزګرانو ته به د غنمو د کرلو له موسم څخه شاوخوا یوه میاشت وړاندې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، له دې ډلې ۱۲ زره او ۳۷۰ تنه ناچاره، تازه راستنو شوو هېوادوالو، کورني بې‌ځایه شوي او بزګران به په وړیا ډول او ۹ زره نور بزګران به په نیمه بیه له اصلاح شوو تخمونو څخه برخمن شي. د وړیا مرستو په هره کڅوړه کې ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم۵۰ کیلوګرامه یوریا سره او ٥٠ کیلوګرامه توره سره شامله ده.
د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې ولایتي مسؤل، انجینر روح‌الله درویش، وایي چې د دغو مرستو د وېش موخه د کرنې له لارې د بزګرانو او تازه راستنو شوو هېوادوالو ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د خوړو خوندیتوب پیاوړی کول دي.
 نوموړي وویل، چې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش؛ د بزګرانو ملاتړ، د حاصلاتو زیاتوالی او د خوړو د خوندیتوب پر لور یو مهم ګام دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح)

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح) اشتراک کرد.
این نمایشگاه با حضور ملا. . .

BACK TO NEWS