د ننګرهار هسکه مېنه کې ۱۲۸ بې‌وزله کورنیو ته د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت نسلي وزې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۶
د ننګرهار هسکه مېنه کې ۱۲۸ بې‌وزله کورنیو ته د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت نسلي وزې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالی کې د بې‌وزله او مستحقو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، ۱۲۸ کورنیو ته د نږدې درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت نسلي وزې، حیواني خوراکه او د چنجیو ضد درمل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس د پراختیا او همکاریو ادارې په مالي ملاتړ، د یادې مرستې د وېش بهیر ترسره شو. د دې مرستې ټول مالي لګښت ۳ میلیونه، ۳۰۴ زره او ۹۸۰ افغانۍ ښودل شوی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، د دې مرستې موخه د بې‌وزله کورنیو د کورني اقتصاد پیاوړتیا، د عایداتي سرچینو رامنځته کول او د مالدارۍ له لارې د هغوی د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې هرې ګټه‌اخیستونکې کورنۍ ته دوه نسلي وزې، ۵۰ کیلوګرامه حیواني خوراکه او دوه بوتله د چنجیو ضد درمل ورکړل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس په وینا، له ګټه‌اخیستونکو کورنیو سره د نسلي وزو د ساتنې او روزنې، مناسب خوراک، د درملو د سم استعمال، له وزو څخه د شیدو اخیستلو او د مالدارۍ په نورو اړوندو برخو کې لازمې روزنې هم ترسره شوې دي.
نوموړي وویل، چې د دې روزنو موخه دا ده چې کورنۍ وکولای شي له ورکړل شویو نسلي وزو څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه واخلي، د څارویو د روغتیا ساتنه وکړي، د تولید کچه لوړه کړي او په پایله کې خپلې عایداتي سرچینې پیاوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ډنمارک د کډوالو نړۍواله اداره  به په نږدې راتلونکي کې د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې هم له سلګونو نورو بې‌وزله او مستحقو کورنیو سره د نسلي وزو د مرستې لړۍ ترسره کړي.
تمه ده، چې د دغو مرستو له لارې به د اړمنو کورنیو د مالدارۍ ظرفیت لوړ، د کورنیو عایداتي سرچینې پراخې او د هغوی د اقتصادي ځان‌بسیاینې زمینه لا پیاوړې شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت کندز

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

توزیع ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن برای حمایت از معیشت خانواده‌ها در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، با همکاری مؤسسه ارتقای اجتماعی (SO) و حمایت مالی دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن را برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

توزیع بسته‌های مالداری برای حمایت از معیشت ۲۹ خانواده در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، در همکاری با کمیته ناروی برای افغانستان، بسته‌های حمایتی مالداری را برای ۲۹ زن مستحق از خانواده‌های بی‌بضاعت، مهاجر و بدون. . .

بازگشت به خبرها