کونړ کې د خصوصي حیواني کلینیکونو د معیاري کېدو او وټرنرۍ خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۴۳

۲۴ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدماتو او د څارویو روغتیا آمریت له لوري د خصوصي حیواني کلینیکونو له مسؤلینو او وټرنر ډاکټرانو سره د همغږۍ، مسلکي اصولو د رعایت او د وټرنرۍ خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د وټرنرۍ مسلک پر ارزښت، د خصوصي حیواني کلینیکونو پر معیاري کولو، د حیواني او عامې روغتیا پر خوندیتوب او د خصوصي وترنري سکتور د اعتبار پر ساتنې هر اړخیز بحثونه وشول. همدارنګه ګډونوالو ته د وټرنرۍ خدمتونو د لا ښه والي او د مسلکي معیارونو د پلي کېدو په موخه مهمې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.
د غونډې پر مهال ټینګار وشو چې د وټرنرۍ مسلک اعتبار باید د صداقت، امانتدارۍ، ښو اخلاقو او مسلکي چلند له لارې خوندي وساتل شي او ټول خصوصي حیواني کلینیکونه باید د نافذه قوانینو، مقرراتو او منظور شوو شرطپاڼو له مخې معیاري او مجهز وي. همدارنګه د غیر مسلکي او غیر مجاز اشخاصو له خوا د وټرنرۍ خدمتونو د وړاندې کولو د مخنیوي، د ناروغیو د دقیق تشخیص او معیاري درملنې، د بې کیفیته او تاریخ تېر شوو درملو د نه کارونې او د درملو د خوندي ساتنې پر اهمیت هم ځانګړې خبرې وشوې.
ګډونوالو د ناروغیو، واکسینونو او نورو وټرنرۍ خدمتونو د ثبت او راپور ورکولو پر منظم سیستم، د ساري او خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو پر مهال د مسؤلو ادارو پر وخت خبرولو، د مالدارانو د باور د ساتنې او د وترنري خدمتونو د کیفیت د لوړولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
په غونډه کې د طبي کثافاتو د خوندي مدیریت، د کلینیکونو ترمنځ د سالمې همکارۍ او همغږۍ، د ناسالمې سیالۍ او غیر مسلکي چلند د مخنیوي، د واکسیناسیون او نورو کمپاینونو د مسؤلانه تطبیق، د کلینیکونو د جوازونو پر وخت تمدید او د ولایتي حیواني لابراتوار لپاره د معیاري نمونو د برابرولو په اړه هم لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
د غونډې ګډونوالو همدارنګه ژمنه وکړه، چې د وترنرۍ سکتور اړوند ستونزې او ننګونې به له مسؤلو ادارو سره پر وخت شریکوي او له هر ډول اوازو، بې بنسټه تبلیغاتو او ګډوډۍ رامنځته کوونکو کړنو څخه به ډډه کوي.
خصوصي حیواني کلینیکونه د څارویو د روغتیا ساتنې، د ناروغیو د مخنیوي او درملنې، د مالدارۍ د تولیداتو د کیفیت د ښه والي او د عامې روغتیا د خوندیتوب په برخه کې مهم رول لري. د دغو کلینیکونو معیاري کول او د وټرنرۍ خدمتونو د کیفیت لوړول نه یوازې د مالدارانو د باور د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د حیواني ناروغیو د کنټرول او د مالدارۍ سکتور د دوامدار پرمختګ لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.
د غونډې په پای کې ټولو مسؤلینو او وټرنر ډاکټرانو ژمنه وکړه، چې د وترنرۍ مسلکي اصولو، نافذه قوانینو او اخلاقي معیارونو په رعایت سره به د حیواني روغتیا د ښه والي، د مالدارانو د باور د زیاتوالي او د خصوصي وټرنرۍ سکتور د اعتبار د لوړولو لپاره ګډې او همغږې هڅې روانې ساتي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۵۴
Background image

توزیع ۳ هزار قطعه مرغ تخمی و ۱۲ تُن خوراکه برای ۱۲۰ خانواده نیازمند در تخار

۱۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع ۳ هزار قطعه مرغ تخمی و ۱۲ تُن متریک خوراکه مرغ برای ۱۲۰ خانواده نیازمند در ولایت تخار، از سوی مؤسسه بین‌المللی مسلم هندز – افغانستان، در هماهنگی با ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

ایجاد اتحادیه لبنیات در تخار؛ گامی برای انسجام و توسعه سکتور لبنیات

۱۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشست مشورتی ایجاد اتحادیه لبنیات با اشتراک ۵۲ تن از لبنیات‌فروشان و پروسس‌کنندگان محصولات لبنی شهر تالقان و ولسوالی‌های همجوار، به هدایت ریاست عمومی خدمات مالداری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

افزایش بی‌سابقه تولید عسل در کندهار؛ ۴۴.۴ تُن عسل در فصل بهار تولید و به بازار عرضه شد

۱۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، در فصل بهار سال ۱۴۰۵ خورشیدی، تولید عسل در این ولایت در مقایسه با مدت مشابه سال. . .

بازگشت به خبرها