د پکتیکا ګومل ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۱:۷
د پکتیکا ګومل ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ د ګومل ولسوالی یو شمېر اوسېدونکو او کارګرو سره د کرنیزو او کارګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه اړین توکي او وسایل ووېشل شول.
په دغو مرستو کې ۲۲ بوجۍ ۲۵ کیلویي مواد، د کارګرانو لپاره ۱۰۰ دانې کایې، ۱۰۰ دانې خرخاري او ۱۰۰ دانې بیلچې شاملې وې، چې ټاکل شوې ده د راتلونکو کرنیزو پروژو او عملي فعالیتونو په برخه کې ترې ګټه پورته شي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د «اکشن اېډ» مؤسسې له دغو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې یادې مرستې به د سیمې د اوسېدونکو د کاري اسانتیاوو، کرنیزو فعالیتونو او عامه خدمتونو د ښه والي په برخه کې مهم رول ولوبوي.
همداراز مسؤلینو د همکارو مؤسسو له دوامداره همکاریو څخه قدرداني وکړه او د کرنې سکټور د لا پراختیا لپاره یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها