د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې ۶۰ بې وزله او کونډو مېرمنو ته د هګیو چرګان ووېشل شول، څو د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، د یاد پروګرام له مخې هرې کورنۍ ته ۵۰ قطعه چرګان ورکړل شول، چې له ډلې یې ۴۵ د هګیو چرګې او ۵ چرګان شامل وو.
نوموړي زیاته کړه، د دغې مرستې اساسي موخه د مالدارۍ سکتور پراختیا، د کورنیو اقتصادي ځان بسیاینې ته زمینه برابرول او د غذایي مصؤنیت رامنځته کول دي، څو یادې کورنۍ وکولای شي د چرګانو له روزنې څخه دوامداره عاید ترلاسه کړي.
د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم یادو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې او پالنې لپاره اړین وسایل او توکي ورکړل شوي وو، چې په کې څلور عدده اوبه‌خوري، څلور عدده دانه‌خوري، ۳۰۰ ګرامه الکټرولایټ، ۳۰۰ ګرامه ویټامین سي، ۳۰۰ ګرامه ملټي ویټامین او ۴۰۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه شامل وو.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د دې ډول پروژو موخه په کلیوالو سیمو کې د بې وزلو کورنیو ملاتړ، د مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا او د کوچنیو مالدارۍ پروژو پراختیا ده.
د یادونې وړ ده، چې ډاکار مؤسسې تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د بې وزله کورنیو د ملاتړ په موخه ورته مرستې ترسره کړې دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نیمروز معرفی شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز طی مراسمی با حضور مولوی سیف‌الله محمدی رئیس دفتر مقام ولایت، شماری از رؤسای امارتی و پرسونل این ریاست معرفی شد.
در. . .

بازگشت به خبرها