خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۱
خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلي بوټو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د تثبیت او سروې پروسه په منظم، او تخنیکي ډول روانه ده.
په همدې لړ کې، د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د چارو ادارې او د کرنې وزارت د ګډ تخنیکي پلاوي له لوري د خوست ولایت په یو شمېر مهمو ولسوالیو کې د یادې پروسې عملي چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې.
د ترسره شوو سروې ګانو له مخې، د خوست ولایت په صبریو/یعقوبیو، تڼیو، علېشیرو/تریزیو او باک ولسوالیو کې ټولټال ۱۹ زره او ۵۱۱ جریبه ځمکه د تېلي بوټو د کرنې لپاره تثبیت او سروې شوه.
یاده شوې ځمکه د کرنیزو معیارونو له مخې مناسبه ارزول شوې او پلان دا دی، چې په نږدې راتلونکي کې به پرې بېلابېل تېل لرونکي نباتات لکه شړشم، کونځله، زغر، لمرګلۍ او ممپلي وکرل شي.
دا اقدام به نه یوازې د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي، بلکې د بزګرانو د عوایدو لوړولو، د کرنیزو محصولاتو د تنوع رامنځته کولو او د هېواد د خوراکي او اقتصادي ځانبساینې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
او همدارنګه، د دغې پروسې عملي کېدل به د وارداتي نباتي تېلو پر ځای د کورنیو تولیداتو د ودې لامل شي او ملي اقتصاد به لا پیاوړی شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو، د دغه ډول پروګرامونو تطبیق د کرنیز سکتور د بنسټیزې ودې لپاره یو مهم او ستراتیژیک ګام بولي. دوی ټینګار وکړ چې د کرنې وزارت به په راتلونکي کې هم د بزګرانو د ملاتړ، د تولیداتو د زیاتوالي او د عصري کرنې د ترویج لپاره ورته پراختیايي او تولیدي پروګرامونه په لا اغېزمن ډول پلي کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

سفر معین زراعت اوزبیکستان به افغانستان

۲۶ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ابدذکروف جمشید، معین وزارت زراعت کشور اوزبیکستان، در یک سفر رسمی به‌منظور گسترش همکاری‌های زراعتی و مالداری و توسعه روابط اقتصادی میان دو کشور، به افغانستان سفر کرد.
هد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

بازدید هیأت امارت اسلامی افغانستان  از بندر تجارتی ویسوتسک روسیه 

هیئت بلندپایه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به ریاست  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، از بندر تجارتی ویسوتسک در فدراسیون روسیه بازدید و با مسئولان این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۲۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت سمنگان

جلسه ماهوار سکتور زراعت، آبیاری و انکشاف دهات تحت ریاست مفتی هدایت‌الله ولید رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان، با حضور نماینده‌گان مقام ولایت، ریاست‌های انکشاف دهات، اقتصاد،. . .

بازگشت به خبرها