د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۲۴ وری ۱۴۰۵ه.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې په برخه کې وروزل شول.
په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د غنمو کرکیلې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شوې او همدارنګه د کروندو د ښې روزنې د ګټو په اړه اړین معلومات وړاندې شول، څو بزګران وکولای شي خپلې کروندې په سمه او معیاري توګه مدیریت کړي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د کروندو د اصلاح، د حاصلاتو د زیاتوالي او د معیاري بڼوالۍ د پراختیا په موخه بزګرانو او بڼوالو ته دوامداره روزنیز پروګرامونه برابر کړي، ترڅو په دې ولایت کې د عصري او معیاري کرکیلې د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.
