دمیدان وردګو ولایت دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۰
دمیدان وردګو ولایت دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشراو زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د کاري اسانتیاوو او پیاوړتیا په موخه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام اړوند د عشراو زکات لوی ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت عشر او زکات د مرکز او ولسوالیو مدیرانو ته نهه عرادې موټرسایکلونه ووېشل شول.
د یادو موټرسایکلونو په ورکړې سره به د ولسوالیو اړونده چارواکو وکولای شي خپلې کاري چارې په چټکۍ اسانۍ او ښه همغږۍ سره ترسره کړي. همدا ډول د یادو وسایطو پر مټ به د عشراو زکات راټولول څارنې او تنظیم چارې لا منظمې او اغېزمنې شي. همدا شان مسؤلین به وکولای شي، چې لرې او پرتو سیمو او کلیو ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
همدارنګه د دغو موټرسایکلونو په مرسته به د ولسوالیو مدیران وکولای شي له بزګرانو مالدارانو او د سیمې له اوسېدونکو سره نېغ په نېغه اړیکې ټینګې کړي د عشراو زکات اړوند پوهاوی به زیات کړي همدارنګه به د عشر زکات محصولاتو راټولولو بهیر به په منظم او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري د عشراو زکات آمرین او د ولسوالیو مدیران د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام او د عشر او زکات لوی ریاست له دوامداره ملاتړ او پاملرنې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې له ورکړل شویو امکاناتو څخه به په مسؤلانه او اغېزمن ډول ګټه پورته کړي، تر څو د عشراو زکات راټولولو او تنظیم بهیر لا پیاوړی او منظم شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ډول اسانتیاوې به نه یوازې د کارکوونکو د کاري وړتیاوو او مورال په لوړولو کې مهم رول لري بلکې د خدمتونو د کیفیت ښه والي او د چارو د لا چټکتیا لامل به هم وګرځي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۵
Background image

ادامه کمپاین مبارزه با ملخ‌های مضره زراعتی در سمنگان؛ پاکسازی بیش از ۳۱۰۰ هکتار زمین

۲۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان از ادامه کمپاین مبارزه با ملخ‌های مضره زراعتی در شماری از قریه‌های مرکز ایبک و ولسوالی حضرت سلطان خبر می‌دهد.
گلاب‌الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

توزیع بسته‌های باغچه خانگی برای ۲۵۰ خانواده در سمنگان

۲۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی مؤسسه WHH  در چارچوب پروژه «تقویت انعطاف‌پذیری جوامع آسیب‌پذیر»، بسته‌های باغچه خانگی را برای ۲۵۰ خانواده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

میدان وردګ کې د لبنیاتو او مېوو پروسس کوونکو ته وسایل ووېشل شول

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» په چوکاټ. . .

بازگشت به خبرها