د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په کونړ کې له پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۶:۱۲
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په کونړ کې له پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور، د نظارت او ارزیابۍ رییس مولوی امان الله شاهي او مرسره مل پلاوي په داسې حال کې، چې د کونړ د کرنې ریاست چارواکو او د ډنمارک د کډوالو کمېټې «ډي‌ارسي» د ختیځ زون استازی عبدالمنیر رحمانزي او او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله دکونړ په وټه پور ولسوالی کې د «ډي‌ارسي» کمېټې د «ایزي لایف» له لارې پلي شویو پروژو څخه لیدنه وکړه.
په یاده پروژه کې د کونړ ولایت په درېیو ولسوالیو (ناړۍ، شیګل او وټه پور) ولسوالیو کې د اوبو مدیریت (د اوبو زېرمو، ټرینچونو، کانالونو، نیالګیو کښت)، برخې او همدارنګه د کوچنیو کاروبارونو د تقویت او مالي ملاتړ پروګرامونو ترسره شوي؛ چې په یادو ولسوالیو کې یې په سلګونو جریبه للمي ځمکه په اوبیزو ځمکو بدلې کړي او همدارنګه د خلکو لپاره کورني اقتصاد پیاوړتیا رامنځته شوې ده.
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس مولوی عبدالغفور د یاد دفتر ټولې هڅې او فعالیتونه وستایل او خوښي یې څرګنده کړه، چې د کونړ ولسونو لپاره «ډي‌ارسي» داسې بنسټیز او پراختیایي پروژې تطبیق کړي، چې په اساس یې عامو ولسونو ته خیر رسیدلی دی او د ژوند معیشت یې ورسره ښه شوی دی.
د یاد سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د نظارت او ارزونې ریاست مسلکي انجینرانو لخوا کارونه مثبت وارزول شول او په ځينو برخو کې یې د لا نورو فعالیتونو ترسره کیدو غوښتنه وکړه.
د «ډي‌ارسي» د ختیځ زون استازی عبدالمنیر رحمانزي وویل، چې د دې پروژې په تطبیق سره په یادو سیمو کې په سلګونو جریبه للمي ځمکې تر اوبو لګولو لاندې راغلي او په پلي کېدلو سره یې د کونړ ولسونه ډېر خوښ دي، ځکه چې د کرنیزو تولیداتو د کښت تر څنګ، د کار نوې زمینې ورته برابر شوي او د سیمه ییزو خلکو کورني اقتصاد ورسره یو اندازه ښه شوی او په راتلونکې کې په کونړ ولایت کې د ورته نورو پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

کشت توت زمینی در ننگرهار افزایش یافته است؛ پیش‌بینی برداشت ۶۷۰ متریک تُن محصول در سال جاری

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس معلومات کارمندان ترویجی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، امسال در چهار ولسوالی این ولایت در ۴۰۶ جریب زمین، توت زمینی کشت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۱۱
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی فرزه ولایت کابل 

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه، کمپاین نهال‌شانی بهاری را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف و با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای دهاقین در دایکندی

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک مؤسسه خیریه بشری، برای شماری از دهاقین در مرکز این ولایت تخم‌های سبزیجات توزیع نمود.
در این روند، برای هر دهقان. . .

بازگشت به خبرها