د خوست موسی‌خیلو ولسوالی کې پر مستحقو کورنیو د فیل‌مارغه وېش لړۍ ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۲۳
د خوست موسی‌خیلو ولسوالی کې پر مستحقو کورنیو د فیل‌مارغه وېش لړۍ ترسره شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې او د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ، په موسی‌خیلو ولسوالۍ کې د مالدارۍ د پیاوړتیا او د کورنیو د عوایدو لوړولو په موخه پر مستحقو کورنیو د فیل‌مارغو د وېش پروسه عملي شوه.
یاده پروسه د موسی‌خیلو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ د یادې ولسوالۍ 36 مستحقو کورنیو ته وويشل شو.
په دې لړۍ کې ټولټال ۴۵۰ فیل‌مارغه د ۳۶ مستحقو کورنیو ترمنځ ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۱۳ ښځینه او ۲ نارینه فیل‌مارغه وسپارل شول.
همدارنګه، وېشل شوي فیل‌مارغه د درې ورځو لپاره د قرنطین تر څارنې لاندې ونیول شول او مستحقو کورنیو ته د فیل‌مارغو د سمې ساتنې، مناسب خوراک، پاکو اوبو، دانې او حفظ‌الصحې په برخه کې لازمې او عملي سپارښتنې وشوې، تر څو د ناروغیو مخنیوی وشي او د تولید کچه لوړه شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ټینګار کوي، چې د مالدارانو د ملاتړ، د هغوی د عوایدو لوړولو او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه به خپلې همکارۍ او خدمتونه لا پراخ کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها