د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ۷.۱ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۳:۶
 د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ۷.۱ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

۲۵ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ریاست اړوند د طبیعي پېښو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کموالي پروژې (CDRRP) له خوا دننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې د ۷.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو کرنیزو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د کامې په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د کامې ولسوال شریف الله فضلي، د طبیعي پېښو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کموالي پروژې (CDRRP)مسوول انجنیر حمیدالله نظیر، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او د کامې ولسوالۍ قومي مخورو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې په دغو پروژو کې درې لویې او څلور کوچني شنې خونې، بېله یاري سربند ته ۱۳ د اوبو وېشونکي ساختمانونه او دروازې جوړول شامل دي.
د ښاغلي بهسودي په خبره د کامې په ولسوالۍ کې د جوړې شوې درې لویو شنوخونو د جوړلو ټولیز لګښت یو میلیون او ۷۸۲ زره او ۳۴۵ افغانۍ ده، دغه ارز د څلورو کوچنیو شنوخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۴۶۲ زره او ۹۷۲ افغانۍ ده، چې د کامې ولسوالۍ د بېله یاري سربند د ۱۳ اوبو وېشونکو ساختمانونو او دوازو جوړولو سره د پلي شوي پروژو ټولیز لګښت ۷.۱ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
د ننګرهار د کرنې رییس دا پروژې د سیمې اوسیدونکو او کروندګرو لپاره ګټورې وبللې او وویل، چې دا به ددې سیمې د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي او د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.
په همدې حال کې د کامې ولسوال شریف الله فضلي د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې دکرنې ادارې له کړنو خوښي څرګنده کړه او مننه یې وکړه، چې د ولسونو د خیر ښیګڼې په موخه یې دا ډول پروژې پلي کړي دي.
د سیمي قومي مخورو هم دکرنې له وزارته مننه وکړه، چې د دوی په سیمه کې یې ګڼې پروژې پلي کړي دي او ډاډ یې ورکړ چې له پروژو څخه به په کلکه څارنه او ساتنه کوي.
باید وویل شي، چې ددغو پروژو د پلي کولو موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی دعوایدو زیاتولو ترڅنګ د کرکېلي معیاري او میکانیزه کول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS