در ولسوالی چهار بولک ولایت بلخ برای شماری از دهقانان تخم اصلاحشده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع شد

۲۷ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ ربیعالثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ با همکاری دفتر حمایت از اطفال و به پشتیبانی مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، برای ۱۹ دهقان نیازمند در ولسوالی چهار بولک ولایت بلخ تخم اصلاحشده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع نمود.
بهگفته ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ، این کمک در حضور نمایندگان مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی چهار بولک، مدیریت غلهجات و ریاست اقوام و قبایل انجام شد.
کمک یادشده به دهقانان قریههای تورهتیږه و الهمانگذر که قبلاً بهعنوان نیازمندان سروی شده بودند، توزیع گردید.
بر بنیاد این برنامه، برای هر دهقان یک بوجی تخم اصلاحشده گندم، یک بوجی کود توره (سیاه) و یک بوجی کود سپینه (سفید) داده شد.
مسوولان میگویند که این کمک در حل مشکلات اقتصادی دهقانان و بهدست آوردن حاصلات بهتر در فصل زراعتی آینده نقش مؤثر خواهد داشت.
دهقانان از دریافت این کمک ابراز خرسندی کردند و ابراز امیدواری نمودند که چنین حمایتها باعث افزایش تولیدات و گسترش فعالیتهای زراعتی آنان گردد.
د بلخ چهار بولک ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۲۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د ماشومانو د ملاتړ دفتر په همکارۍ، د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالی کې ۱۹ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د چهار بولک ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت، د غلهجاتو مدیریت او د قومونو او قبایلو ریاست د استازو په حضور کې ترسره شوه.
مرسته د یادې ولسوالی د توره تیږه او الهمانګذر کلیو هغو بزګرانو ته ورکړل شوه، چې له مخکې د اړمنو په توګه سروې شوي وو.
د دغه پروګرام له مخې، هر بزګر ته یوه بوجۍ اصلاح شوی د غنمو تخم، یوه بوجۍ توره سره او یوه بوجۍ سپینه سره ورکړل شوه. چارواکي وایي، دا مرسته به د بزګرانو د اقتصادي ستونزو په هوارولو او د راتلونکي کرنیز فصل د ښه حاصلاتو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.
بزګرانو د یادې مرستې له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او هیلهمن دي چې دا ډول ملاتړونه به د دوی د تولیداتو په زیاتوالي او د کرنیزو فعالیتونو په پراختیا کې مرسته وکړي.