د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۱
د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره د ۱۴۰۴ام کال د پنځمې سکټوري غونډې په ترڅ کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوی اسلام خان منیب دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ او تاسو د هېواد او په ځانګړې توګه د خوست ولایت د پرمختګ، بیارغونې، زرغونتیا او سمسورتیا په موخه کار کوو، ترڅو هېواد مو د نورو له احتیاجه خلاص شي، په راتلونکې کې هم همداسې کلکه همغږۍ ولرئ، ځکه د ښې همغږۍ په صورت کې موږ او تاسو کولای شو، چې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.»
ښاغلی منیب د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي. هغه زیاته کړه: «راتلونکې لپاره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې د سیمې خلکو سره سلا مشورې وکړئ او د دوی اړتیاوو ته په کتو اوږدمهاله، ارزښت لرونکي او بنسټيزې پروژې پلي کړئ.»
 خوست ولایت دکرنې ریاست مرستیال دخوست ولایت ته د راستنیدونکو کډوالو د عرایضو په هکله هم معلومات وړاندې کړل، ترڅو پدې برخه کې همکار مؤسسات لازمه مرسته  ورسره وکړي، چې د مؤسساتو له لوري د هر ډول همکارۍ ډآډ ورکړل شو. 
مولوی اسلام خان منیب د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو د بڼونو، چکډېمونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې د څارویو د نسل اصلاح او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور او خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

شریک‌سازی فعالیت‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد با وزارت زراعت در بخش آبیاری

۱۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد  FAO فعالیت‌های این سازمان را در بخش آبیاری با مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، شریک. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۵
Background image

افتتاح دو پروژه صحت حیوانی در ولایت کاپیسا

۱۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دو پروژه جدید در بخش صحت حیوانی با بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ولایت کاپیسا افتتاح شد. این پروژه‌ها که به منظور سرویلانس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی برای دهقانان پیشقدم در کابل

۱۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل با همکاری ریاست عمومی ترویج وزارت زراعت، از بودجه انکشافی مقدار ۵۰۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم. . .

بازگشت به خبرها