د کندهار خاکریز ولسوالی کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۹:۴۰
د کندهار خاکریز ولسوالی کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم جوړېږي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې، د کندهار د کرنې ریاست او د کانونو او پټرولیم ریاست په ګډه مالي مرسته، او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالی د چنار په سیمه کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو اساسي چکډېم جوړېږي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو د آمریت انجنیر نورمحمد همکار د پروژې په اړه وویل، چې د چکډېم د جوړولو لپاره د سروی چارې بشپړې شوې او ټولې ودانیزې چارې به یې په اساسي او معیاري ډول ترسره شي. د نوموړي په وینا، دغه چکډېم به ۵۹ متره اوږدوالی، ۱۵ متره پراخوالی او ۱۹ متره لوړوالی ولري، چې د ۷۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري. هغه زیاته کړه چې د دې مهمې پروژې عملي کارونه به ډېر ژر پیل شي.
د یاد چکډېم د جوړېدو اصلي موخې؛ د وچکالۍ په وړاندې مبارزه او د کروندګرو او مالدارانو د اوبو د کمښت ستونزې هوارول.     د اورښتونو د اوبو مهار او د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول او د اوبو د زېرمه کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرول دي.
د چارواکو په باور، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د کرنیزو فعالیتونو وده او د اقتصادي ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې یوازې یوه اوونۍ وړاندې، په کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالی کې هم د کرنې ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ، د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو بل چکډېم د سروی چارې بشپړې شوې وې، چې د عملي کارونو د پیل لپاره چمتووالی روان دی.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

مولوی عبدالجبار خالد به‌عنوان رئیس استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت معرفی شد

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
براساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان، مولوی عبدالجبار خالد در بست اول، طی مراسم رسمی به‌عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۴
Background image

بازدید معین زراعت و مالداری از مجتمع شرکت‌های امید بهار

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از مجتمع شرکت جوس و لبنیات امید بهار در پارک‌های صنعتی پل‌چرخی کابل بازدید کرد و بر حمایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۱
Background image

دستاوردهای مهم در بخش اشتغال و توسعه اجتماعی؛ پروژه بزرگ زراعتی در پکتیکا تکمیل شد

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با همکاری تخنیکی مؤسسه «افغانستان نسل‌های آینده (FGA)» و حمایت مالی برنامه توسعه ملل متحد (UNDP)، یک. . .

بازگشت به خبرها