ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۵
ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۴۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۳۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره او دغه راز د ځمکې نرمکارۍ لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
 دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار معرفی و کارش را آغاز کرد

 

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالرازق ابوالامین به‌عنوان رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تعیین گردید و طی یک نشست رسمی به کارمندان این ریاست معرفی شد.
این تعیینات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

برگزاری ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی در غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی را با اشتراک ده‌ها تن از باشندگان محل در قریه سیاه‌چوب ولسوالی دولینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

توزیع ۷۹ بسته کمکی وسایل مالداری برای مالداران در ولسوالی الفاروق غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷۹ بسته کمکی وسایل و تجهیزات مالداری از سوی مؤسسه ACF، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور و سایر ادارات ذی‌ربط، برای مالداران در شش قریه این ولسوالی. . .

BACK TO NEWS