د ننګرهار حصارک  ولسوالی کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۲۰
د ننګرهار حصارک  ولسوالی کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې د حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت پدې ولسوالی کې یو شمېر حیواني، نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دی، چي پکي د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول څخه موخه داده، چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخه ونیول شي، بزګرانو او مالدار ته نسخې ورکولو،  په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل پلورولو  مخنيوي وشي. 
 ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي نوي کړي.
  همدارنګه  درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د غیر مسلکي کسانو ګمارنې، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړونه وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۵
Background image

بررسی وضعیت اداری و مالی و راه‌های افزایش عواید ریاست زراعت کاپیسا

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هییتی به سرپرستی مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌منظور بررسی وضعیت اداری و مالی و شناسایی راه‌های افزایش عواید، از ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

نظارت از روند اعمار سه گلخانه در ولایت جوزجان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی حفیظ‌الله حازم رئیس باغداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌منظور نظارت از روند اعمار سه باب گلخانه، به ولایت جوزجان سفر کرد.
وی در آغاز سفر با مولوی جان‌مراد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۲
Background image

آموزش ۱۲۰ دهقان و مالدار در پنجشیر درباره سازگاری با تغییرات اقلیمی

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی آگاهی‌دهی درباره خطرات تغییرات اقلیمی بر سکتور زراعت و مالداری و راه‌های سازگاری با آن، با اشتراک ۱۲۰ تن از دهاقین و مالداران، در ولسوالی دره ولایت. . .

BACK TO NEWS