دهلمند د کرنې ریاست لهخوا په زرګونو نیالګیو درمل شیندنه ترسره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لهخوا د طبیعي سرچینو آمریت د کارکوونکو په همکارۍ، د بولان قوریې په سیمه کې زرګونو پیوندي مثمرو نیالګیو باندې درمل وشیندنه ترسره شوه.
په دغه کمپاین کې شاوخوا ۱۲ زره پیوندي مثمر نیالګي چې د «جولاګګ» حشرې له خطر سره مخ وو، له نباتي آفت څخه د ژغورنې په موخه دواپاشي شول. یاد حشره د نیالګیو د ودي، پاڼو او مېوې پر کیفیت منفي اغېز لري او که مخه یې ونه نیول شي، د جدي زیان لامل کېدای شي.
د کرنې هلمند ولایت دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت مسؤلین وایي، دغه اقدامات د نیالګیو د سالمې ودې او د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مهم دي.