پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د اصلاح شوي تخم وېش

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۹
پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د اصلاح شوي تخم وېش

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د تېرې پنجشنبې او روانې شنبې په ورځ د ولایت مرکز او پنځو ولسوالیو کروندګرو ته اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شوه.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، د جوارو ۴۰ ننداریزې کروندې د ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې جوړېږي. د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دغو نمایشي قطعو د جوړولو لپاره هر ګټه‌اخیستونکي ته ۸ کیلو ګرامه اصلاح شوی د جوارو تخم، ۳۰ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا ورکړل شوه.
همداراز، کروندګرو ته د کتاري کرنې پر اهمیت لازمې تخنیکي لارښوونې هم ورکړل شوې، څو له نوې کرنیزې طریقې څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د دې برنامې اساسي موخه د جوارو د حاصل زیاتول، کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو معرفي کول او د عصري کرنې ترویج دی، ترڅو د پکتیکا کروندګر له نوې کرنیزې تجربې ګټه واخلي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
Background image

اتحادیه قوریه‌داران هلمند امسال یک میلیون نهال مثمر تولید کرده است

۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان اتحادیه قوریه‌داران ولایت هلمند می گویند که در جریان سال جاری، در همکاری با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، یک میلیون  نهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴
Background image

کشت قطاری گندم در ولایت پروان آغاز شد

۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از آغاز برنامه کشت قطاری گندم بذری در ۲۰ جریب زمین به‌عنوان قطعه نمایشی گندم در مرکز این ولایت و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

آغاز رسمی پروژه تأمین امنیت غذایی در دو ولسوالی ولایت پکتیکا

۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در دو ولسوالی «گومل» و «جانیخیل» ولایت پکتیکا، پروژه تأمین امنیت غذایی به ارزش ۱.۳ میلیون دالر امریکایی رسماً آغاز شد. این پروژه از سوی مؤسسه. . .

بازگشت به خبرها