پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د اصلاح شوي تخم وېش

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۹
پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د اصلاح شوي تخم وېش

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره د تېرې پنجشنبې او روانې شنبې په ورځ د ولایت مرکز او پنځو ولسوالیو کروندګرو ته اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شوه.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، د جوارو ۴۰ ننداریزې کروندې د ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې جوړېږي. د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دغو نمایشي قطعو د جوړولو لپاره هر ګټه‌اخیستونکي ته ۸ کیلو ګرامه اصلاح شوی د جوارو تخم، ۳۰ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا ورکړل شوه.
همداراز، کروندګرو ته د کتاري کرنې پر اهمیت لازمې تخنیکي لارښوونې هم ورکړل شوې، څو له نوې کرنیزې طریقې څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د دې برنامې اساسي موخه د جوارو د حاصل زیاتول، کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو معرفي کول او د عصري کرنې ترویج دی، ترڅو د پکتیکا کروندګر له نوې کرنیزې تجربې ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی نوی رییس او ویاند معرفي شو


۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوي شېرمحمد حاتمي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د نوي رییس او ویاند په توګه معرفي او په رسمي ډول یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيا کې د ځنګلونو ساتنې په موخه د بېلابېلو ادارو له مسؤلينو سره غونډه تر سره شوه

۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتيا والي ملا مهرالله حماد پۀ مشرۍ د ځنګلونو ساتنې په موخه د بېلابېلو ادارو له مسؤلينو سره مشورتې غونډه تر سره شوه. په ياده غونډه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۵۲
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې د بادامو بڼونه جوړېږي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اکشن اېډ مؤسسې په مرسته د شولګرې په ولسوالی کې یوشمېر کسانو ته د بادامو بڼونه. . .

بازگشت