د کندهار میانشین ولسوالی کې د څه باندې نهه زره ډالرو په لګښت دوه چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۸:۴۵
د کندهار میانشین ولسوالی کې د څه باندې نهه زره ډالرو په لګښت دوه چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د بشري خیریه مؤسسې «او،اچ،ډبلیو» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د میانشین ولسوالی د زربیرک او ګنده څاه په سیمو کې د  نهه زره او ۱۵۹ ډالرو په لګښت د اوبو زېرمه کولو دوه چکډیمونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد چکډېمونه د شاوخوا ۴۰ ورځو په موده کې جوړ شوي، چې د زربیرک چکډیم ۳۸ متره اوږدوالي او دګنده څاه چکډیم ۳۰ متره اوږدوالی لري. د دغو چکډېمونو د جوړېدو په ترڅ کې د یادې ولسوالی لسګونو کسانو ته په فني او غیر فني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
یاد چکډېمونه به د ژمي د اورښتونو اوبه زېرمه کړي، چې په پایله کې به د میانشین ولسوالی د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي. دې سره به د سیمې زرګونو بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن او د کرنې او مالدارۍ په چارو کې به یې ستونزې په مؤثره توګه حل شي.
په ورته وخت کې د میانشین ولسوالی اوسېدونکي د اسلامي امارت له دې نوښت څخه خوښ دي او وايي، چې د یادو چکډېمونو په جوړېدو سره به د اوبو په برخه کې د دوی ډېرې ستونزې حل شي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه د ۱۳۸ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې ډېری یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې دا ډول پروژې نه یوازې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو اقتصاد ته هم مثبت بدلون ورکوي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
Background image

اتحادیه قوریه‌داران هلمند امسال یک میلیون نهال مثمر تولید کرده است

۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان اتحادیه قوریه‌داران ولایت هلمند می گویند که در جریان سال جاری، در همکاری با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، یک میلیون  نهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴
Background image

کشت قطاری گندم در ولایت پروان آغاز شد

۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از آغاز برنامه کشت قطاری گندم بذری در ۲۰ جریب زمین به‌عنوان قطعه نمایشی گندم در مرکز این ولایت و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

آغاز رسمی پروژه تأمین امنیت غذایی در دو ولسوالی ولایت پکتیکا

۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در دو ولسوالی «گومل» و «جانیخیل» ولایت پکتیکا، پروژه تأمین امنیت غذایی به ارزش ۱.۳ میلیون دالر امریکایی رسماً آغاز شد. این پروژه از سوی مؤسسه. . .

بازگشت به خبرها