هلمند کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۳
هلمند کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې د مسولینو، د مالدارۍ آمریت کارکوونکو او د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو چارواکو په شتون کې ترسره شو.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، په دې کمپاین کې به ۸۰ زره ډوزه واکسین د کرنې وزارت له لارې او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ، د ولایتي کچې د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو له لارې به ددی ولایت په  مرکز او نهرسراج، نادعلي، ناوه، مارجه، ګرشک، باباجي، واشېر، گرمسیر او موسا قلعه ولسوالیو کې پلي شي.
د دې واکسین د تطبیق موخه د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی، د څارویو د مړینې کمول او د هلمند ولایت د مالدارانو د اقتصاد ملاتړ کول دي.
دا پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې په هېواد کې د څارویو روغتیا ښه کولو او د څارویو پیاوړتیا او لوړ محصولاتو د تولید په موخه ترسره کېږي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

معین زراعت و مالداری وزارت زراعت کار ساخت یک چکدم بزرگ به ارزش ۵۰۰ هزار دالر امریکایی را در کندهار افتتاح کرد

۳۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت کندهار، کار ساخت یک چکدم بزرگ را به ارزش نزدیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

جلسه دعوت و ارشاد وزارت زراعت برگزار شد

۳۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه دعوت و ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری این وزارت، با حضور مسئولان ریاست دعوت و ارشاد و شماری از رؤسای مرکزی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۲۳
Background image

توزیع تخم رشقه و کود سیاه برای ۸۰ دهقان در دو ولسوالی کابل

۳۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل با همکاری کمیته هالند (DCA)، ۲۴۰ کیلوگرام تخم رشقه و یک‌هزار و ۶۸۰ کیلوگرام کود سیاه را همراه با وسایل. . .

بازگشت به خبرها