د کندهار لوړ میوند کې زرګونه څاروي د چنجیو ضد واکسین شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۰:۲۶
د کندهار لوړ میوند کې زرګونه څاروي د چنجیو ضد واکسین شول

د کندهار ولایت په لوړ میوند ولسوالۍ کې د چنجیو ناروغیو د مخنیوي په موخه ۶ زره کوچنیو څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو.
یاد واکسین د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ، د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې او د لوړ میوند ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکارۍ ترسره شو.
دا واکسین د درېیو اونیو په موده کې د پاراوټرانو له لوري کوچنیو څارویو ته تطبیق شو، چې موخه یې د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، د مالدارۍ سکتور روغتیا ته پاملرنه او مسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي..
د یادونې وړ ده، چې یوه اونۍ وړاندې هم د کندهار په غورک، پنجوایي، ارغستان، نېش، بولدک او خاکریز ولسوالیو کې لسګونو زرو کوچنیو څارویو ته ورته واکسین تطبیق شوی و.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

افتتاح سردخانه سه‌هزار متریک‌تُنی در ولایت کابل


۲۸ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
یک سردخانه میوه تازه به نام «سردخانه حبیب جمال‌زوی» با ظرفیت سه‌هزار متریک تُن، به هزینه ۳ میلیون دالر و در مساحت شش جریب زمین در پارک صنعتی ولسوالی ده‌سبز ولایت کابل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۶
Background image

توزیع وسایل مالداری برای ۲۹۱ مستفیدشونده در ولسوالی چهار بولک

۲۷ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
در راستای حمایت از مالداران، وسایل و تجهیزات مالداری برای ۲۹۱ نفر مستفیدشونده در ۷ قریه ولسوالی چهار بولک توزیع گردید. این برنامه پس از سروی قبلی مستفیدشوندگان و سپری. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

توزیع وسایل نجات به ارزش بیش از ۱٫۸ میلیون افغانی در ننگرهار

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با همکاری تخنیکی اداره مهاجرت دنمارک «دانچر رفوجی کونسل» و حمایت مالی اتحادیه اروپا و. . .

بازگشت به خبرها