فراه کې د  ودانیزو پروژو چارو د پرمختګ څخه څارنه تر سره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۹:۵۵
فراه کې د  ودانیزو پروژو چارو د پرمختګ څخه څارنه تر سره شوه

د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سر چینو آمر او د انجینری ټیم له خوا د دې ولایت بالابلوک او پشت رود په ولسوالیو کې چی د ابولګولو ودانیزې  پروژې پلي  کېږي له دغو پروژو څخه څارنه تر سره شوه.  په دې ترڅ کې د ودانیزو چارو هر اړخیزه کتنه ترسره شوي او د انجینرانو له لوري د چارو د لا ښه‌والي او کیفیت لوړولو لپاره سپارښتنې وړاندې شوې. 
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «ډي،آر،سي» کمېټې په تخنیکي همکارۍ د بالابلوک ولسوالی کنسک په کلي کې پلي کېږي، چې په کې یو سربند د ۶۵ مترو په اوږدوالي ،۲,۲ متر سور،۳,۷ متره په لوړوالی سره او پنځه پلچکان شامل دي او دغه راز اود  پشت رود په ولسوالی کې  یو چکډېم د ۷۵ مترو په اوږدوالي ،۴,۴ متر سور او ۲.۲ مترو په لوړوالی سره په پاخه او اساسي توګه رغول کېږي، چې د یادې سیمې وګړوته د کار زمینه هم برابره شوې ده. ددغو پروژو په بشپړېدو  سره به د یادې سیمې بزګرانوته د ابولګولوپه برخه کې اسانتیاوې را منځ ته شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲
Background image

آگاهی‌دهی به دهاقین درباره کشت پیاز تخمی به شکل قطار در ولسوالی دند غوری

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای دهاقین ولسوالی دند غوری  ولایت بغلان برنامه آگاهی‌دهی در مورد کشت پیاز تخمی به شکل قطار از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت برگزار شد. 
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

برگزاری برنامه آموزشی برای دهاقین و باغداران در ولسوالی آبشار

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه آموزشی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر  برای دهاقین و باغداران قریه دوست علی ولسوالی آبشار آن ولایت  برگزار شد. 
در این برنامه، برای ده‌ها تن از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

بازدید از روند ترمیم فارم قره‌قل در بلخ

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از روند ترمیم فارم قره‌قل  آن ولایت بازدید و بررسی به‌عمل آوردند.
این بازدید به تأسی از هدایت وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها