د خوست ولایت په موسی خیلو کې د سربند جوړونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۶
د خوست ولایت په موسی خیلو کې د سربند جوړونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
په خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سربند جوړونې، محافظوي دیوال جوړونې او د ویالې پاکولو پروژه رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا پروژه د خوست کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د سور کلي په سیمه کې د پاملرنې موسسې د "ابادۍ ۲" پروګرام له لارې پلې شوه، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام کاوه.  
په دې پروژه کې د سربند بیارغونه، ۸۵ متره محافظوي دیوال جوړول، یوه پرشه، یو پول چک، د ویالې غورځېدلو برخو بیارغونه، او د ویالې ۵ کیلومتره پاکول شامل وو. د کرنې ریاست په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه په دوامداره توګه خړوبه شي.  
د پروژې د پرانیستې مراسم د سور کلي په سیمه کې ترسره شول، چې پکې د کرنې ریاست استازو، د موسی خیلو ولسوالۍ چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود. د پاملرنې موسسې د پروژې مسؤل انجنیر فریدالله اکبري وویل چې په دې پروژه کې ټولټال ۱۴۹ کاریګرو برخه اخیستې وه، چې ۱۴۳ یې غیرماهر او ۶ یې ماهر کارګران وو. نوموړي زیاته کړه چې کاریګرو ته نږدې ۱.۶۸ میلیونه افغانۍ تادیه شوي دي.  
د کرنې ریاست مدیر ضمیر جان باوري د پروژې د ارزښت ستاینه وکړه او پاملرنې موسسې ته یې په راتلونکي کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.  
دا پروژه په داسې وخت کې بشپړېږي چې د موسی خیلو ولسوالۍ د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو مدیریت یوه حیاتي اړتیا ده. د دې ډول پروژو تطبیق په سیمه کې د کرنې د پراختیا او د خلکو د ژوند ښه والي لپاره مهم ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS