د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست په وینا، په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د شاخبري لړۍ پیل شوې ده.
د کرنیزو چارو ریاست مسؤولین وایي، په ۱۰۰ هکتاره زیتون بڼونو کې اساسي شاخبري او په ۵۵۰ هکتاره بڼونو کې اصلاحاتي شاخبري ترسره کېږي. دغه لړۍ د درېیم فارم څخه پیل شوې، چې په ټولو څلورګونو فارمونو کې به تطبیق شي او تمه ده چې په یوه میاشت کې بشپړه شي.  
د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، انجینر محمد جمیل خوشحال وویل، د زیتون ونو شاخبري نه یوازې د ونو ظاهري بڼه ښکلې کوي بلکې د مېوو تولید او ټولولو بهیر اسانه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروسې له لارې وچې او بې ګټې څانګې لرې کېږي، د کالبري د ناروغۍ مخنیوی کېږي او ونې ته کافي هوا او لمر رسېږي، چې د حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته کوي.  
مسؤولینو وویل چې د شاخبري لړۍ په پایله کې تمه کېږي، چې د راتلونکو کلونو زیتون حاصلات د اوسني کال په پرتله څو برابره زیات شي.  
د شاخبري لړۍ د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، د پلان آمر، د درېیم فارم مسؤولینو، انجنیرانو او د خرڅلاو آمر په ګډون د نورو چارواکو په شتون کې رسماً پیل شوه. ننګرهار د زیتون بڼونو لپاره یو مهم ولایت دی او د دې لړۍ موخه د حاصلاتو زیاتول او د زیتون صنعت پراختیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS