د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست په وینا، په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د شاخبري لړۍ پیل شوې ده.
د کرنیزو چارو ریاست مسؤولین وایي، په ۱۰۰ هکتاره زیتون بڼونو کې اساسي شاخبري او په ۵۵۰ هکتاره بڼونو کې اصلاحاتي شاخبري ترسره کېږي. دغه لړۍ د درېیم فارم څخه پیل شوې، چې په ټولو څلورګونو فارمونو کې به تطبیق شي او تمه ده چې په یوه میاشت کې بشپړه شي.  
د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، انجینر محمد جمیل خوشحال وویل، د زیتون ونو شاخبري نه یوازې د ونو ظاهري بڼه ښکلې کوي بلکې د مېوو تولید او ټولولو بهیر اسانه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروسې له لارې وچې او بې ګټې څانګې لرې کېږي، د کالبري د ناروغۍ مخنیوی کېږي او ونې ته کافي هوا او لمر رسېږي، چې د حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته کوي.  
مسؤولینو وویل چې د شاخبري لړۍ په پایله کې تمه کېږي، چې د راتلونکو کلونو زیتون حاصلات د اوسني کال په پرتله څو برابره زیات شي.  
د شاخبري لړۍ د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، د پلان آمر، د درېیم فارم مسؤولینو، انجنیرانو او د خرڅلاو آمر په ګډون د نورو چارواکو په شتون کې رسماً پیل شوه. ننګرهار د زیتون بڼونو لپاره یو مهم ولایت دی او د دې لړۍ موخه د حاصلاتو زیاتول او د زیتون صنعت پراختیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۱
Background image

د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د نیمروز دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ میلیونه او ۲۴۰ زره افغانیو په ارزښت پر کوچنیو کاروباریانو د پروسس وسایل ووېشل شول

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې له لوري د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو ۱۲۰ کوچنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو د ۱۶۰ څخه ډېرو فارمونو فعالیت؛ سږکال ۳۵ ټنه شات تولید شوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو او مچيو پالونکي وایي، چې په دغه ولایت کې له ۱۶۰ څخه ډېر د شاتو مچيو فارمونه فعالیت لري او د روان. . .

بازگشت