کندهار کې د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه پر ۷۵ بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم، کیمیاوي سرې او نغدې مرسته ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۹:۵۸
کندهار کې د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه پر ۷۵ بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم، کیمیاوي سرې او نغدې مرسته ووېشل شوه

کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه د ننداریزو کروندو پروګرام له لارې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو او د مرکز ناحیو کې د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو پ پار ۷۵ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، کیمیاوي سرې او نغدي مرسته ووېشل شوه. د دې مرستې وېش د کندهار کرنې ریاست په تخنیکي همکاري او د کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې په شفافه پروسه کې ترسره شو.
د پرانیستې مراسم د کندهار کرنې ریاست رئیس، الحاج مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ ترسره شول، چې د کرنیزو چارو آمر، مولوی شمس الرحمن موسی او انجنیرانو هم پکې ګډون کړی وو. د مراسمو پر مهال الحاج مولوي فضل الباري فضلي بزګرانو ته وویل: «یاد غنم تاسو ته د خوراک لپاره نه، بلکې د کرنې د پرمختیا لپاره وېشل کېږي، چې تاسو یې په خپلو ځمکو کې وکرئ او د حاصل په وده کې مو مرسته وکړي.» نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه اقتصاد په کرنه ولاړ دی او د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته پاملرنه وکړي او بزګرانو ته پر وخت او لازمو مرستو د لاسرسی زمینه برابره کړي.
په دې مرستې کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او نغدې مرسته ورکړل شوه. د مرستې تر وېش وړاندې مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شوي تخم کرلو او د سرو د استعمال په اړه روزنیز پروګرام هم جوړ شوی و، څو دوی وکولای شي خپل حاصلات زیات کړي.
د یاد پروګرام موخې په کندهار کې د اصلاح شويو تخمونو دودول، د لږې ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او بزګرانو اقتصاد ته وده ورکول دي. بزګرانو د کرنې وزارت او کندهار کرنې ریاست له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې دا تخم او سرې به د دوی په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
یاده دې وي، چې تېر کال هم د ننداریزو کروندو د پروګرام له لارې د کندهار په ځینو ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو سره ورته مرسته شوې وه.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها