د لغمان مرکز مهترلام کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۴۴
د لغمان مرکز مهترلام کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش

١٠ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي لګښت په مهترلام کې ۲ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش پیل کړ. د کرنې رییس مولوي عبدالستارمحمد، د کرنیزو چارو امر انجنیر بریالي همدرد او د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې ولایتي مسؤل نویدالله لطفي یاد توکي څو بزګرانو ته په خپلو لاسونو ورکړل او رسماً یې دغه پروسه پرانیسته.
مولوي عبدالستارمحمد وویل چې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي همکارۍ په مرکز مهترلام کې د دوو زرو بزګرانو لپاره دا وېش ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلو ګرامه توره سره ورکول کېږي. نوموړي د لغمان بزګرانو ته د دې مرستې په چمتو کولو کې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د بزګرانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره سهمونه باید نور هم زیات شي، ځکه چې د لغمان ډېری خلک بېوزله دي. په تېر کال کې د دې ولایت لپاره ۸ زره او ۳۶۰ سهمونه وېشل شوي و، خو سږ کال دغه شمېر ۱۱ زره او ۹۵۰ سهمونو ته لوړ شوی، چې د تېر کال په پرتله ۳ زره او ۵۹۰ سهمونه زیاتوالی ښیي.
بل پلو بزګرانو د کرنې ریاست څخه د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او له دغه ریاست څخه یې د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS