د ننګرهار دغصب مخنیوي تخنیکي پلاوی پر یوشمېر املاکي موضوعاتو مهمې پریکړې وکړې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۸

۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دغصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن تر مشرۍ لاندې تخنیکي پلاوي په ننګرهار کې دغصب مخنیوي په برخه کې پر مهمو مسایلو بحث وکړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او دتخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن وویل دوی د روداتو ولسوالی حصارشاهي ډاګ، سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي، دره نور ولسوالی کوټګاه څړ ځای، دعبد الخلیل موضوع، مسلمیار تخلیه شوو کورونو، ولایت مقام او محبس سره د همغږۍ ناسته اونورو اړونده موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
ښاغلي محسن وویل، چې د یادو موضوعاتو په برخه کې جدي او لازمې پریکړې وشوې. دغه راز پریکړه وشوه چې دحصارشاهي کلي متصرفینو ته د ښه وضاحت په موخه استعلامونه ورکړل شي، دره نور ولسوالی د کوټګاه او بهسودو ولسوالی د عبدالخلیل موضوعاتو لپاره مسلکي کارکوونکي سیمې ته ولاړشي د اداراتو او سیمې څخه مشخصات او ټول معلومات ترلاسه او غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي سره شریک کړي، مسلمیار په کرایه ورکړل شوي کورونو کرایه باید په خپل وخت تحویل شي او ولایت مقام سره د میاشتني راپور شریکولو او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شي.
دغه راز پریکړه وشوه، چې د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي د دوسیې نیمګړتیاوې دې ژر حل او د وروستي اجرآتو په موخه د غصب مخنیوي مرکزي کمیسیون سره شریک شي.
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمنځه تللو مخنیوي وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS