د هلمند دکرنې ریاست: زرګونو بزګرو ته  د غنمو کرنې په اړه  زده کړې ورکول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۸
د هلمند دکرنې ریاست: زرګونو بزګرو ته  د غنمو کرنې په اړه  زده کړې ورکول کېږي ا لړم ۱۴۰۳ه‍.ش ۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، په دې ولایت کې زرګونو بزګرانو ته د غنمو ښې کرنې او روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي. ددې پروګرام په ترڅ کې به د هلمند ولایت څه دپاسه ٥٠زره بزګران شامل دي، چې مرکز لښکرګاه، ناوې، واشېر، ګرمسېر، موسی کلا، کجکي، خانشین، باغران، دیشو، مارجه، ناومیش، نادعلي، نهرسراج، نوزاد، سنګین، ګرشک، بغني، بهرامچه  او باباجي ولسوالیو کې به د ٣ میاشتو په مو

د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، په دې ولایت کې زرګونو بزګرانو ته د غنمو ښې کرنې او روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
ددې پروګرام په ترڅ کې به د هلمند ولایت څه دپاسه ٥٠زره بزګران شامل دي، چې مرکز لښکرګاه، ناوې، واشېر، ګرمسېر، موسی کلا، کجکي، خانشین، باغران، دیشو، مارجه، ناومیش، نادعلي، نهرسراج، نوزاد، سنګین، ګرشک، بغني، بهرامچه  او باباجي ولسوالیو کې به د ٣ میاشتو په موده کې د دغو زده کړو لړۍ پای ته ورسېږي.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکولکېږي.
دغه زده کړې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د پوهي کچي لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د دغو زده کړو موخه په هلمند کي د اصلاح شویو تخمونو رواجول، د بزګرو اوځمکوالو ملاتړ او له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS