د هلمند دکرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمیټې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
د هلمند دکرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمیټې له چارواکو سره وکتل

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (آی آر سي) له چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د دغې ناستې پر مهال د ژغورنې نړۍوالې کمیټې ولایتي مسؤل «پاول ثابت»، د آی ار سي سلاکار عبدالباقي حنیفي او اقتصادي مرستیال افغان حضور درلود چې په پیل کې یې کرنې رییس سره په دې ولایت کې د خپلو پلانونو او نوو پروژو د پلي کولو په هکله معلومات شریک کړل. 
دوی وویل غواړي هلمند کې د اوبو لګولو په برخه کې پر ځینو پراختیایي پروژو کار وکړي، چې ددغو چارو سرته رسولو برخه کې د کرنې ریاست او اړونده مسؤلینو همکارۍ ته اړتیا لري.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس د یادې کمېټې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کرنې ریاست لخوا د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې یاد ولایت د اوبو ښه مدیریت په موخه پراختیایي او د بیا رغونې کارونو ته اړتیا لري، چې د یادو چارو د تطبیق پر مهال به یې اداره او کارمندان ورسره پر وخت هر اړخیزه همکاري کوي.

خبرهای تازه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر زراعت روسیه


۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، که در رأس یک هییت عالی‌رتبه به شهر مسکو کشور روسیه سفر کرده با وزیر زراعت فدراسیون روسیه دیدار. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

وزارت زراعت زمین را به شرکت برق افغانستان انتقال داد

در جلسه‌ای که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی، و مولوی رسول جواد، رییس مالی شرکت برق افغانستان در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۲۶
Background image

توزیع نهال و وسایل مربوط به هنگ برای دهاقین در ولسوالی چمتال بلخ


۶ قوس ۱۴۰۴  هـ.‌ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ به همکاری مالی وزارت زراعت برای ۲۰ تن دهاقین پیش‌قدم در ولسوالی چمتال، نهال و بسته‌های زراعتی مرتبط به نبات هنگ توزیع کرد.
بر اساس. . .

بازگشت به خبرها