د هلمند ګرمسېر کې له حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۵۷
د هلمند ګرمسېر کې له حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۲۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان له مخې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د حیواني او نباتي درمل پلورنځیو او مرکزونو څخه د یوه ګډ پلاوي په حضور کې څارنه او ارزونه دوام لري .په دغه څارنه کې د حیواني او ګیاوو درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د اقتصاد وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
یاد پلاوي درمل پلورنکو ته یوشمېر لارښوونې هم وکړې دوی وویل: «درمل پلورنکي باید په راتلونکي کې له تاریخ تېره ،بې کیفیته او مضره درملو له پلورلو څخه ډده وکړي. د درمل ساتلو ځای باید جلا او د هر ډول خوراکي توکو څخه لیرې وي. درمل پلورونکي باید د درمل پلورلو په وخت کې له ځانګړي جامې څخه استفاده وکړي او دغه راز درمل پلورونکي باید په خپلو ورځنیو چارو کې د کرنې ادارې، اقتصاد ریاست او چاپېریال ساتنې ریاست د درمل پلورلو لارښود په پام کې ونیسي.»
دغه څارنه مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کیږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

افتتاح مسلخ معیاری مواشی در شهر کهنه تالقان ولایت تخار 

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
یک باب مسلخ معیاری و عصری در منطقه شهر کهنه تالقان ولایت تخار  توسط شرکت خصوصی اعمار و به بهره‌برداری سپرده شد. این مسلخ با در نظرداشت اصول صحی و حفظ محیط زیست ساخته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

افتتاح کانال آب‌یاری قریه اف‌ملک در ولسوالی بلخ ولایت بلخ 

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
کار ساخت کانال آبیاری قریه اف‌ملک در ولسوالی بلخ  ولایت بلخ که به همکاری دفتر اکتید تکمیل گردیده بود، در حضور هیئتی از وزارت زراعت، ریاست زراعت، آبیاری و مالداری. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

برگزاری ورکشاپ تخصصی «تحقیق ساحوی» برای کارمندان ریاست تحقیقات مالداری

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش

ورکشاپ آموزشی تخصصی تحت عنوان «تحقیق ساحوی» با هدف ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی کارمندان ریاست تحقیقات مالداری، در پوهنتون بین‌المللی افغان برگزار شد.
این برنامه آموزشی. . .

BACK TO NEWS