د لغمان دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۱۶
د لغمان دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د جک مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د دوو ولسوالیو «قرغه یې او الینګار» پر ۳۱۲۰ مستحقو بزګرانو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې پر هرې کورنۍ پنځه ډوله خوراکي توکي، چې په کې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۴ کیلوګرامه لوبیا، پنځه لیټره غوړي او ۵۰۰ ګرامه مالګه شامل دي وېشل کېږي.
له دغو مرستو څخه د الینګار ولسوالی ۱۵۶۰ او د قرغه یې ولسوالی ۱۵۶۰ بزګران برخمن کېږي.
ددې مرستې موخه د بې وزله او اړمنو بزګرانو لاسنیوی او ملاتړ دی، ترڅو په دې برخه کې د دوی یوشمېر ستونزې هوارې شي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرستندویو مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت بزګرانو او مالدارانو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ وکړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها