د غنمو دحاصلاتو زیاتولي په پآر هڅې؛ ننګرهار کې د غنمو له کروندو څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۰:۹
د غنمو دحاصلاتو زیاتولي په پآر هڅې؛ ننګرهار کې د غنمو له کروندو څارنه وشوه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د هلال ګروپ له لورې د ننګرهار ولایت اړوند په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۲۵۲۷ جریبه کرل شویو غنمو څارنه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تخمونو د تصدیق دهۍ امریت فني او تخینکي پرسونل او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د استازو په ملتیا پیل شوی دی.  
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تصدیق دهۍ امریت د پلټنې عمومي مدیر انجنیر وحیدالله بهسودي په مشرۍ چې د یاد امریت د پلټنې غړي، انجنیر پرویز سعادت او ننګرهار وادي کرنیز شرکت د هډې فارم  مدیر عبیدالله امیني یې ملتیا کوله  د هلال ګروپ له لورې په مختلفو ولسوالېو کې د کرل شوو غنمو څخه څارنه ترسره کړه.
دکرنې ریاست د پلټنې عمومي مدیر انجنیر وحید الله بهسودې وویل د هلال ګروپ له لورې غنمو کر پر خپل وخت او په مسلکي شکل ترسره شوی او تردې دمه یې ټولې مرحلې په ښه توګه څارل شوي دي.
ښاغلی بهسودي وایې: «له کر وروسته یې په ښه شکل اوبخور ترسره شوی، د هرزه ګیاه د مخینوي په موخه یې په مسلکي ډول درمل شېندنه ترسره شوي او تر دې دمه یې حالت خورا ښه دی.»
نوموړی وویل، چې د غنمو د کر وضعیت ته په لیدلو به په راتلونکي کې  ښه، معیاري او لوړ حاصل ورکوي. 
دغه راز تېر کال هلال ګروپ په ننګرهار کې پر ۴۰۰ جریبه ځمکه غنم کرلې وه، چې ۲۳۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شوې وه.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها