لغمان کې د شفتالو ١٥٠ جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۲۱
لغمان کې د شفتالو ١٥٠ جریبه بڼونه جوړېږي

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د قرغه یې په ولسوالی کې د شفتالو د ١٥٠ جریبه بڼونو د جوړولو چارې پیل کړي دي. 
ولسوالۍ کې 150 جریبه د شفتالو باغونو د ایجاد لړۍ رسما پیل شوه. 
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یادو بڼونو لپاره  بزګران د پروژې د ټولنیزو کارکوونکو له خوا د لغمان دکرنې ریاست په همغږۍ ټاکل شوي دي، چې د بڼونو تر ډیزاین وروسته اوس پر دوی د شفتالو نیالګي ووېشل شول.
ددې پروسې له لارې یو جریب بڼ لپاره سل د شفتالو نیالګي وېشل، کېږي چې ١٥٠ جریبه ځمکې لپاره په ټولیزه توګه ١٥ زره نيالګي په پام کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې له لارې تېرکال قرغه یې ولسوالی کې د لیمو ٢٠٠ جریبه بڼونه هم  ایجاد شوی دي چې سږکال د پلان مطابق یادو بزګرانو ته دري قلمه د بڼوالي توکي (د ښاخ بري آره، قیچي او پمپ) توېشل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست په دوامداره توګه هڅه کوي ترڅو په ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا له لارې کرنیز براختیا رامنځته او د لغمان د غریبو او بیچاره بزګرانو اقتصاد پیاوړی کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها