د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د کندهار ولایت د کرنې د رییس سره وکتل 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۱۳
د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د کندهار ولایت د کرنې د رییس سره وکتل 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي سره وکتل.
په پيل کې د کندهار ولایت د کرنې رییس د اراضۍ رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد ریاست له کارونو په ځانګړې توګه د ځمکو په برخه کې د اجراآتو او د دغه څانګې د راتلونکي پلانونو په اړه د اراضۍ رییس ته په پوره توګه معلومات ورکړل.
نوموړي په کندهار ولایت کې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي کميسيون سره د پوره همکارۍ او همدارنګه د استرداد شويو ځمکو څخه د ښې استفادې په پار هم خبرې وکړې.
ورپسې د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د کندهار ولایت د کرنې رییس د خبرو اوريدو او له هغه څخه په مننې د دغه ولایت د اراضۍ څانګې د فعاليتونو، د هغو د مسئوليتونو په اړه خبرې وکړې او له دغه څانګې سره د یاد رياست د پوره همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
په پای کې د کندهار ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په ځانګړي توګه د دغه ولایت د ځمکوالۍ څانګې له مسوولينو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها