ننګرهار کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لسګونه کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۴:۴۹
ننګرهار کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لسګونه کارکوونکي وروزل شول

۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا ننګرهار ولایت د اراضۍ آمريت په تالار کې د ځمکو د سروې او بررسۍ په موخه کارکوونکو ته روزنيز پروګرام دائر شو.
دغه روزنیز پروګرام، چې مشري يې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون کوله د دغه څانګې آمرينو او له مرکز څخه راغلي انجنيرانو او مسلکي کسانو په ګډون د ننګرهار ولایت د ځمکو څانګې ۷۵ تنو کارکونکو هم ګډون درلود.
په پيل کې د اراضۍ ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون ګډونوالو ته د دغه روزنیز پروګرام په ارزښت او له دغه پروګرام څخه په پوره توګه د ګټې اخستلو په پار خبرې وکړې.
نوموړي ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه تر څو په خپلو وظایفو کې تل صادقه او په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره خپله دنده پر مخ يوسي.
ورپسې د ننګرهار ولایت د ځمکو چارو تخنیکي آمر قاري محمد صادق فضلي خبرې وکړې وويل: «تاسې ټول د افغانستان اسلامي امارت په استازيتوب خپلې چارې پر مخ وړې نو کوښښ وکړئ چې له خپل مسووليت څخه هیڅ کله هم په ناوړه توګه استفاده ونکړي.»
ښاغلي فضلي کارکوونکي ته سپارښتنه وکړه، چې له خلکو سره ښه چلند او په خپلو دندو کې روڼتیا ته پاملرنه وکړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها