دکرنې وزارت او د شهیدانو او معلولینو وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۲:۱۸
دکرنې وزارت او د شهیدانو او معلولینو وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او دشهیدانو او معلولینو وزارت ترمنځ؛ شهیدانو او معلولینو وزارت ته د پنځه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنیزو خدماتو د تنظیم رییس مولوي ثناءالله فرقاني او د ځمکو د انتقال او تبادلې آمر غلام رباني شینواري ګډون کړی وو.
د یادې ځمکې لېږد د میدان وردګ ولایت د مقام د ۴۹۷ ګڼې د ۳/۱۰/۱۴۴۴ نیټې په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۴۵۶۵ ګنې د ۲۹/۱۲/۱۴۴۴ نیټې د حکم پر بنسټ شوی دی.
د کرنې وزارت د ځمکو چاور ریاست لخوا د میدان وردګ ولایت مرکز په نهر فولاد کلي کې د دارالایتام د جوړولو په موخه د پنځه جريبه ځمکې د لېږد تړون دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنیزو خدماتو د تنظیم رییس مولوي ثناءالله فرقاني او د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او تبادلې آمر غلام رباني شینواري تر منځ لاسليک شو.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها