د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۰
د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست سره د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره سکټوري غونډه کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "تاسو دغه مظلوم ولس لپاره دکرنې او مالدارۍ په برخو کې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي دي، چې موږ له تاسو مننه کوو، زموږ دکار موخه باید د خلکو خدمت او د خدای رضا وي او ټول باید په همدې موخه کار وکړو.»
 ښاغلی عمري د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي.
مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو  د بڼونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې دنیالګیو پیوند کول او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور او خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها