د بولان ځنګل تخریب شوي سیمې بیارغول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۲۰
د بولان ځنګل تخریب شوي سیمې بیارغول کېږي

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بولان د طبیعي ځنګلونو هغه سیمې، چې تخریب شوي او یا له منځه تللي دي د بیا رغولو چارې پیل شوي دي.
د یادې رغونې په لړ کې د بولان د طبیعي ځنګونو نږدې ١٠٠ جریبه هغه ځمکه، چې په تېرو کلونو کې سوځېدلې او یا دبېلابېلو عواملو له لارې له منځه تللې دي بیا رغول کېږي.
ددې ترڅنګ د نوموړي ځنګل په داخل کې د هغو سیمو د هوارولو چارې پیل شوي دي، چې د ځنګل د بیا رغولو په پار په کې نیالګي اېښودل کېږي.
باید وویل شي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بولان طبیعي ځنګل یوازنۍ ځنګل دی، چې د سیمې د سمسورتیا او زرغونتیا، د هوا د ککړتیا د مخنیوي او ددې ولایت اوسیدونکو لپاره د تفریح په برخه کې ځانګړې ځای لري.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها