ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته د موټرو د تم ځایونو او الکټرونکي دروازو د ځمکو د لېږد په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۵
ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته د موټرو د تم ځایونو او الکټرونکي دروازو د ځمکو د لېږد په پار غونډه دائره شوه

۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته په ۲۹ ولايتونو کې د باروړونکو او مسافر وړونکو ترمينلونو، تيرپارکونو او الکترونيکي دروازو د جوړولو په موخه د ځمکو د لېږد په پار غونډه دائره کړه.
یاده غونډه، چې مشري یې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم کوله د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د پروژو د تحقیق، تطبيق او پلان جوړونې رییس انجنیر رستم حفيظ یار، د دغه وزارت حقوقي سلاکار الحاج مولوي المظهري او د اراضۍ ریاست د تصفيې يو شمېر کارکونکو هم ګډون درلود
یاده غونډه د تېرې غونډې په دوام له ولايتونو څخه راغلي ټيمونو د فعاليتونو او د هغو د کارونو په اړه دائره شوې وه.
په پيل کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس له ولايتونو څخه راغلي ټيمونو د کار او د هغو د فعاليتونو په اړه پوښتنې وکړې. ورپسې د ټولو کارکوونکو په استازيتوب ميرويس خوږمن د تصفيې عمومي مدير په ولايتونو کې د خپلو فعاليتونو، موجوده ستونزو او د ځمکو د تثبيت او حق مالکیت په اړه مکمل راپور په تفصيلي توګه د اراضۍ رییس ته وړانډې کړ.
په پای کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم ټولو ټيمونو ته دنده وسپارله ترڅو خپلې دندې په ځانګړې توګه د ځمکو سروې او تثبيت حق مالکیت په برخه کې په پوره ايماندارۍ، صداقت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ ترسره کړي.
باید وویل شي، چې څو موده مخکي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سره په ۲۹ ولايتونو کې د مسافر وړونکو او باروړونکو ترمينلونو، تيرپارکونو او الکترونيکي دروازو د جوړولو لپاره د اراضۍ ریاست لخوا دغه وزارت ته د ځمکې انتقال غونډه دايره شوې وه، چې د اراضۍ ریاست له لورې ټیمونه اړوندو ولايتونو ته د سروې او تثبت لپاره استول شوي و.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها